افغانستان ته د پاکستان د صادراتو زیاتوالی
د پاکستان ملي ورځپاڼې راپور ورکړی چې د مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې له پاکستان څخه افغانستان ته د توکو صادرات د تیر کال د ورته مودې په پرتله څلور شپیته سلنه زیات شوي دي.
د پاکستان د دولتي بانک د شمېرو له مخې، د مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې افغانستان ته د هېواد ټول صادرات شپږ سوه او درویشت ملیون ډالرو ته رسیدلي دي. په داسې حال کې چې یو کال دمخه په ورته موده کې، د هیواد صادرات د درې سوه او اته اویا ملیون ډالرو په ارزښت وو.په راپور کې راغلي چې په دې موده کې له افغانستان څخه پاکستان ته واردات شل میلیونه ډالر وو؛ په داسې حال کې چې د تیر کال په ورته موده کې له افغانستان څخه د هیواد واردات شپږ ملیون ډالرو ته رسیدلي وو.که څه هم د پاکستان د دولتي بانک لخوا چمتو شوي احصایې پاکستان ته د افغان صادراتو زیاتوالی ښیې؛ خو د افغانستان د وارداتو په پرتله، دا شمېره ډېره ټیټه ده.