د هند او پاکستان ترمنځ له اوربند سرغړونه
ثور 21, 1404 13:59 Asia/Kabul
سره له دې چې تېره شپه د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند اعلان وشو، خو څو ساعته وروسته په پوله ییزو سیمو کې د چاودنو غږونه واورېدل شول او دواړو هېوادونو یو بل د اوربند په سرغړونې تورن کړل. دا په داسې وخت کې راځي چې تمه کېده چې اوربند به د دواړو خواوو ترمنځ پوځي نښتې پای ته ورسوي.