له افغانستان سره پر همکارۍ د ایران ټینګار
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43166-له_افغانستان_سره_پر_همکارۍ_د_ایران_ټینګار
د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې رییس، په کابل کې د ایران د سفارت له سرپرست سره کتلي دي
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 21, 1404 13:55 Asia/Kabul
  • له افغانستان سره پر همکارۍ د ایران ټینګار

د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې رییس، په کابل کې د ایران د سفارت له سرپرست سره کتلي دي

نورالدین ترابي د علیرضا بیکدلي سره په خپله لیدنه کې له افغانستان سره د ایران د بشري همکاریو ستاینه وکړه او دغه هیواد یې یو ښه ملګری او ګاونډی وباله.د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې مشر له تهران څخه وغوښتل چې د طبیعي پیښو قربانیانو ته د سونګ توکو او خوړو په برابرولو او د د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې د کارمندانو د ظرفیت لوړولو کې له دې ادارې سره جدي همکاري وکړي.له بلې خوا، علي رضا بیکدلي ویلي چې دواړه هیوادونه نږدې بشري، ګاونډیتوب او اسلامي اړیکې لري او ایران له افغانستان سره همکارۍ ته ژمن دی.