په غزه کې د ۲۸ فلسطینیانو شهادت
ثور 21, 1404 13:54 Asia/Kabul
د غزې په تړانګه کې د فلسطیني کډوالو په پنډغالو او یوه ښوونځي د اسراییلي رژیم بریدونو لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوړولې ده.
اسراییلي بې پیلوټه الوتکو نن سهار د خان یونس په لویدیځ کې د المواصی په سیمه کې د فلسطیني کډوالو خیمو ته اور واچاوه، چې له امله یې لږ تر لږه اووه شهیدان شول، چې درې ماشومان او دوه ښځې هم پکې شاملې وې.د غزې په ښوونځي باندې برید، چې د فلسطیني کډوالو لپاره پناه ځای و، دوه تنه شهید او څو نور ټپیان کړل.د غزې په تړانګه کې روغتیايي سرچینو ویلي چې د پرون سهار راهیسې د رژیم په بریدونو کې لږ تر لږه اته ویشت فلسطینیان شهیدان شوي دي.