اماراتو ته د پاکستان کرکټ لیګ لېږدول
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43148-اماراتو_ته_د_پاکستان_کرکټ_لیګ_لېږدول
پاکستان اعلان وکړ چې د دوی د کرکټ سوپر لیګ دوام متحده عربي اماراتو ته لیږدول شوی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 20, 1404 14:46 Asia/Kabul
  • اماراتو ته د پاکستان کرکټ لیګ لېږدول

پاکستان اعلان وکړ چې د دوی د کرکټ سوپر لیګ دوام متحده عربي اماراتو ته لیږدول شوی دی.

دا پریکړه د هند او پاکستان ترمنځ د مخ په زیاتیدونکي پوځي شخړې له امله وشوه، ترڅو سیالۍ په خوندي چاپیریال کې ترسره شي.دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د پاکستان کرکټ لیګ لوبه د پاکستاني توغندیو د بریدونو له امله لغوه شوه.د پاکستان د کرکټ بورډ مشر محسن نقوي په یوه بیان کې ویلي چې موږ دا سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې د خوندي او امن چاپیریال د ډاډمن کولو او د لوبغاړو ژوند ته د ګواښونو د مخنیوي لپاره ترسره کوو.