په سوریه د اسراییلو یرغل
ثور 20, 1404 18:13 Asia/Kabul
د سوریې رسنیو د سوریې په جنوب لویدیځ کې د قنیطره په ولایت باندې د اسراییلو د نوي پوځي برید خبر ورکړی دی. دا په تېره یوه ورځ کې په دې سیمه کې دوهم صهیونیسټي برید و.
ویل کیږي چې لږ تر لږه شپږ صهیونیستي ټانکونه د قنیطره له لارې د ولایت په مرکزي کلیوالي سیمه کې د عدنانیه کلي په لور حرکت کړی دی.د سوریې رسنیو ویلي چې دا برید، چې څو میاشتې وړاندې پیل شوی و؛ تر اوسه دوام لري، او د سوریې د خاورې ډیرې برخې د صهیونیسټانو لخوا اشغال شوې دي.دا په داسې حال کې ده چې په دمشق کې میشتو ځواکونو چې مشري یې محمد الجولاني کوي، تر اوسه د دې اشغال په اړه کوم ځانګړی غبرګون نه دی ښودلی.