ثور 20, 1404 17:57 Asia/Kabul
  • پر نیواک شویو سیمو د یمن پوځ بریدونه

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع ویلي چې هیواد یې د فلسطین د خلکو په ملاتړ کې د بن ګوریون په هوايي ډګر او په تل ابیب کې د ډرون په واسطه نوي بالستیک توغندي بریدونه کړي دي.

هغه وویل چې د دوی نه ماتیدونکې ژمنه دا ده چې په کلکه د فلسطین او د دې خاورې د مقاومت ملاتړ وکړي.تېره اونۍ، د یمن د انصارالله غورځنګ اعلان وکړ چې له امریکا سره یو تړون شوی چې یمن د دوی د جنګي کښتیو له برید څخه منع کړي.خو غورځنګ ټینګار وکړ چې دوی به د صهیونیستي رژیم پر ضد او د فلسطیني خلکو په ملاتړ خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي او دا تړون له دې مسلې سره هیڅ تړاو نلري.