د افغانستان په اړه د چین او پاکستان خبرې
ثور 20, 1404 17:55 Asia/Kabul
کابل ته د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق خان له سفر وروسته، د چین او پاکستان سره د سرپرست حکومت غونډه په کابل کې ترسره شوه.
صادق خان مخکې له دې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره لیدلي وو او ویلي یې وو چې دا غونډه به د شنبې په ورځ د دریو هېوادونو د چارواکو ترمنځ ترسره شي.په دې غونډه کې به د سیمه ییزو مسلو په ګډون، اقتصادي، سیاسي، امنیتي او ډیپلوماټیکو مسلو باندې تمرکز وشي.چین یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د سرپرست حکومت سره نږدې اړیکې لري او په بیجینګ کې یې د هغه سفیر هم منلی دی.پاکستان هم له کابل سره ننګونکې اړیکې لري؛ خو د مشورو په لړ کې، اسلام آباد هڅه کړې چې له افغانستان سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.