ثور 20, 1404 17:54 Asia/Kabul
  • د چابهار بندر په اړه د افغانستان، ایران او هند خبرې

د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د چابهار بندر په اړه به د افغانستان، ایران او هند ترمنځ درې اړخیزه غونډه په نږدې راتلونکي

یاد بنسټ ویلي چې د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست علي رضا بېګدلي سره د غونډې په اړه د خبرو اترو لپاره سره کتلي دي.دواړو خواوو د فراه-میل اته اویا سړک پروژې د پیل، د خواف-هرات ریل پټلۍ کې پانګونې او د ماهیرود له لارې د سوداګرۍ پراختیا په اړه خبرې وکړې.هند هم د چابهار بندر کې یو له لویو پانګوالو څخه دی او له افغانستان سره په ګډه کار کوي ترڅو له دې بندر څخه ډیره ګټه پورته کړي.ایران مخکې ویلي وو چې په سیمه کې یې ډېر ظرفیت جوړ کړی دی ترڅو افغانستان وکولی شي د چابهار بندر څخه ګټه پورته کړي.