ثور 20, 1404 17:51 Asia/Kabul
  • د امریکا پر سیاست د ایران نیوکه

د ایران د حکومت سیاسي چارواکي وايي چې هیواد یې له متحده ایالاتو سره په غیر مستقیمو خبرو اترو کې په بشپړ ښه نیت او صداقت سره عمل کړی دی.

دوی ټینګار کوي چې د ایران اسلامي جمهوریت تل ویلي چې د اټومي وسلو د جوړولو په لټه کې نه دی او په دې برخه کې د لا باور جوړونې لپاره چمتو دی.دا چارواکي وايي که چیرې د امریکا موخه د نړیوالو اصولو پر بنسټ د ایران خلک له خپلو حقونو څخه محرومول وي؛ دا به هیڅکله ونشي.دا څرګندونې د امریکايي چارواکو د وروستیو څرګندونو په ځواب کې شوې، چې دښمنانه او متضاد چلند یې ښودلی دی.