د اروپا لیګ فاینل ته د پاریس سېنټ رسېدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43118-د_اروپا_لیګ_فاینل_ته_د_پاریس_سېنټ_رسېدل
د پاریس سینټ جرمین پی اس جی د چمپینز لیګ د نیمه پای لوبې په دویمه مرحله کې ارسنال ته دوه پر یو ماتې ورکړه او فاینل ته یې لاره پیدا کړه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 18, 1404 14:16 Asia/Kabul
  • د اروپا لیګ فاینل ته د پاریس سېنټ رسېدل

د پاریس سینټ جرمین پی اس جی د چمپینز لیګ د نیمه پای لوبې په دویمه مرحله کې ارسنال ته دوه پر یو ماتې ورکړه او فاینل ته یې لاره پیدا کړه.

فابیان رویز د لوبې په اووه ویشتمه دقیقه کې د اس پی جي لپاره لومړی ګول وواهه. په دویمه نیمایي کې، اشرف حکیمي په دوه اویایمه دقیقه کې د ارسنال پر وړاندې د خپلې لوبډلې دوهم ګول وواهه. څلور دقیقې وروسته، بوکایو ساکا د ارسنال لپاره یو ګول وواهه، خو دا د انګلستان د ځای خوندي کولو لپاره کافي نه و.پي ایس جي په لومړي لیګ کې ارسنال ته یو پر صفر ماتې ورکړې وه او په مجموعي توګه درې پر یوه مخکښ سره فاینل ته لاړه.دا د پاریس سینټ جرمین کلب په تاریخ کې دوهم ځل دی چې دوی د چیمپینز لیګ فاینل ته رسیدلي دي.د ایټالیا د انټر میلان او د فرانسې د پي اس جي ترمنځ وروستۍ لوبه به د می په یودیرشمه د جرمني د میونخ په الیانز آرنا کې ترسره شي.