د هند غوره لیګ ته د صدیق اتل غوره کېدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43117-د_هند_غوره_لیګ_ته_د_صدیق_اتل_غوره_کېدل
د افغانستان ملي لوبډلې پيليز توپوهونکی صدیق الله اتل د هند غوره لیګ په روان پړاو کې ډيلي کپيټلز لوبډلې له ځان سره غوره کړ.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 18, 1404 14:15 Asia/Kabul
  • د هند غوره لیګ ته د صدیق اتل غوره کېدل

د افغانستان ملي لوبډلې پيليز توپوهونکی صدیق الله اتل د هند غوره لیګ په روان پړاو کې ډيلي کپيټلز لوبډلې له ځان سره غوره کړ.

د ډېلي کپیټلز لوبډلې اعلان وکړ، چې د بریټانیايي لوبغاړي هري بروک پر ځای یې افغان کیڼ لاسی توپ وهونکی صدیق الله اتل د ای پې اېل پاتې لوبو لپاره لوبډله کې واخیست.د ډېلي کپېټلز لوبډلې روزونکي ویلي، صدیق الله اتل یو ځوان او زړور توپ وهونکی دی.صدیق الله اتل در ویشت کلن دی او له رحمن الله ګربز وروسته دویم افغان توپ وهونکی دی، چې د نړۍ په مشهور کرېکټ لیګ کې د توپ وهونکي په توګه لوبیږي.د ډېلي کپټلز لوبډلې مشر روزونکی همنګ باداني وايي: موږ له صدییق اتل سره د ډیلي کپېټلز په لوبډله کې د یوځای کېدو له امله خوښ یو.