په ۱۴۰۳ کال کې د ۲ میلیونو پاسپورتونو وېش
ثور 18, 1404 17:44 Asia/Kabul
د پاسپورت عمومي ریاست وايي چې تېر کال یې په ټول هېواد کې له دوه میلیونو څخه زیات پاسپورټونه وېشلي دي.
د پاسپورټ عمومي رییس، عبدالرحیم حسیب په وینا، دې ریاست تیر کال دوه سوه او دوه اویا زره او درې سوه څلور اتیا پاسپورټونه ویشلي دي، او د دې پاسپورټونو د ویش له لارې له دیارلس میلیارد څخه زیاتې افغانۍ عواید ترلاسه شوي او د افغانستان د مرکزي بانک خزانې ته انتقال شوي ديعبدالرحیم حسیب همدارنګه زیاته کړې چې د پاسپورټ له ریاست سره د برښنایي پېژندپاڼو د سیسټم په نښلولو سره د نوم او عمر د اصلاح چاره هم ساده شوې ده.خو یو شمېر ښاریان بیا په ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش د ورته اسانتیا غوښتنه کوي.