د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو خبرې
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف د سیمه ییزو پروژو په ځانګړې توګه د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نلليکې د چارو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
دواړو خواوو د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د ډیپلوماټیکې کچې د ښه والي او د ګډو پروژو، په ځانګړې توګه د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه خبرې وکړې.متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د پخوا په پرتله پیاوړې وبللې او ویې ویل چې د همکارۍ د پراختیا لپاره شرایط مناسب دي.هغه یو ځل بیا د ګډو سیمه ییزو پروژو د پلي کولو لپاره د سرپرست حکومت پر ژمنې ټینګار وکړ.مردوف د ټاپي پروژې روانې چارې مثبتې وارزولی او په نږدې راتلونکي کې یې د ریل پټلۍ، سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخو کې د عملي همکاریو د پراختیا خبر ورکړد ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير همداراز ژمنه کړې چې هېواد به يې په لنډه موده کې افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کي نورې اسانتياوې هم راولي.