ثور 18, 1404 17:38 Asia/Kabul
  • په کابل کې د سره صلیب د نړیوالې ورځې لمانځل

د سرپرست حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند وايي چې په افغانستان کې بشري مرستې اوس مهال خورا ارزښت لري.

ملا حسن اخوند د سره صلیب د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې د افغانستان خلک د څلورو لسیزو جګړو او طبیعي پیښو وروسته تر بل هر وخت ډیر بشري مرستو ته اړتیا لري.هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان خلکو ته باید بشري مرستې دوام ومومي.په پیغام کې ویل شوي چې سرپرست حکومت په افغانستان کې د نړیوالو بشري مرستو ادارو ته د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.نن، د می اتمه، د سره صلیب نړیواله ورځ ده، چې په ټوله نړۍ کې د لسګونو ملیونو بسپنه ورکوونکو د هڅو د یادولو لپاره لمانځل کیږي.د افغاني سرې میاشتې ټولنې هم نن د یوې غونډې په ترڅ کې د د بشردوستانه هڅو ستاینه وکړه.