ثور 17, 1404 17:43 Asia/Kabul

د یمن د انصارالله غورځنګ وايي چې د عمان حکومت څخه یې یو پیغام ترلاسه کړی چې پکې په سره سمندر کې د متحده ایالاتو سره د پوځي شخړې د پای ته رسولو غوښتنه شوې ده. غورځنګ دا هم وايي چې دوی د فلسطیني خلکو ملاتړ ته ژمن دي او خپلې لارې ته به دوام ورکړي.