د ایران په اصفهان ولایت کې د تخت جام سیالۍ
ثور 21, 1404 17:35 Asia/Kabul
د افغانستان د دولس کسیزې غېږ نیونې ټیم د ایران په اصفهان کې د تختي کپ په پنځه څلوېښتم نړیوالو سیالیو کې د دیرشو نمرو په ترلاسه کولو سره شپږم مقام خپل کړ.
د افغان لوبغاړو په منځ کې، مقیب الله نظامي او جاوید غیاثي په اووه پنځوس او پنځه شپیته کیلوګرامه وزنونو کې ښې پایلې ترلاسه کړې، چې دواړه په سیالۍ کې پنځم مقام خپل کړ.دا سیالۍ د لسو ټیمونو په ګډون ترسره شوې.د ایران د غېږ نیونې ټیم د دوه سوه او پنځه دیرش نمرو سره لومړی، قرغزستان د اته اتیا نمرو سره دوهم او ارمنستان د یوڅلوېښت نمرو سره دریم مقام ترلاسه کړ.د افغانستان لوبډله هم د دېرشو نمرو په ترلاسه کولو سره شپږم مقام خپل کړ، چې له عراق، ترکیې، هالنډ او تاجکستان څخه مخکې وه.