په افغانستان کې د بشري ناورین زیاتېدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43086-په_افغانستان_کې_د_بشري_ناورین_زیاتېدل
د کډوالو او اغیزمنو سیمو د سازمان ریچ په وینا، د افغانستان نیمایي نفوس د فبروري راهیسې هیڅ ډول بشري مرستې نه دي ترلاسه کړي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 17, 1404 13:05 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د بشري ناورین زیاتېدل

د کډوالو او اغیزمنو سیمو د سازمان ریچ په وینا، د افغانستان نیمایي نفوس د فبروري راهیسې هیڅ ډول بشري مرستې نه دي ترلاسه کړي.

دې ادارې ویلي چې په افغانستان کې اوسنی ناورین ډېر ژور دی او له افغانستان سره د نړیوالو مرستو له کمښت سره تړاو لري.په راپور کې ویل شوي چې درې دیرش سلنه افغانان چې تیر کال یې مرستو ته اړتیا نه درلوده؛ سږ کال دا شمېره اته څلوېښت سلنې ته رسېدلې ده.د ریچ سازمان ویلي چې که د دې بحران د حل لپاره مناسب حل ونه موندل شي، نو په افغانستان کې به یوه لویه فاجعه د هیواد د خلکو په مخ کې وي.