ثور 17, 1404 16:33 Asia/Kabul
  • په بلوچستان کې د ۷ پاکستاني سرتېرو وژل کېدل

پاکستاني چارواکي وايي، په بلوچستان ایالت کې د سې شنبې په ورځ د یوه ماین چاودنې کې اووه پاکستاني ملېشه سرتېري وژل شوي

د پاکستان پوځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د بلوچ ازادۍ بښونکي پوځ غړو د دې برید مسؤلیت په غاړه لري.د راپورونو له مخې، چاودېدونکي توکي د کچي په سیمه کې د سړک دننه ځای پر ځای شوي وو او د امنیتي ځواکونو د کاروان د تېرېدو پرمهال وچاودید.په بلوچستان کې ځايي چارواکو ویلي چې د امنیتي ځواکونو کاروان سیمې ته د امنیتي عملیاتو لپاره روان و.هغه زیاته کړې، د پېښې پنځه ټپیان د هلیکوپټر په وسیله د بلوچستان ایالت مرکز کوټې کې یوې روغتون ته انتقال شوي دي