په افغانستان کې د پولیو دوه تازه پېښو ثبت
ثور 17, 1404 16:31 Asia/Kabul
د روغتیا نړیوال سازمان سږ کال په افغانستان کې د پولیو دوهمه پېښه په هلمند ولایت کې موندلې ده
دا سږ کال د پولیو دوهمه پېښه ده چې کشف کېږي. لومړۍ پېښه د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د یوې پنځه کلنې نجلۍ وه.د یادونې وړ ده چې د چمتو شویو احصایو سربیره؛ تر اوسه پورې، د پولیو اته لس نورې مثبتې پېښې په کندهار، هلمند، کابل، لغمان، ننګرهار او زابل ولایتونو کې راپور شوي دي.افغانستان او پاکستان یوازیني هیوادونه دي چې دا پدیده پکې له منځه نه ده وړل شوې.پولیو یوه ناروغي ده چې درملنه یې ناشونې ده خو د واکسین په واسطه یې مخنیوی کېدای شي.