د افغانستان کرکټ د نړۍ په اووم مقام کې
ثور 16, 1404 12:48 Asia/Kabul
د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو لپاره د نړۍ د کرکټ ملي لوبډلو وروستۍ درجه بندۍ اعلان کړی، چې افغانستان په کې اوم مقام خپل کړی.
په دې درجهبندي کې، چې د ثور په څوارلسمه ترسره شوې، افغانستان په پنخه ویشت سیالیو کې دوه اعشاریه دوه سوه نهه اویا نمرې ترلاسه کړې او اووم ځای یې خپل کړی دی.د نیوزیلنډ، آسټرالیا او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې په دې درجهبندي کې لومړي څخه تر درېیم مقام پورې ځای لري.د افغانستان کرکټ بورډ د نړۍ په کچه د ملي لوبډلې د دې مقام هرکلی کړی او دا لاسته راوړنه یې د تېرو کلونو، په ځانګړې توګه د دوه زره درویشتم او دوه زره څلرویشتم کلونو په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې د افغانستان ملي لوبډلې د بریاوو پایله بللې ده.