د سوریې پر خاوره د اسراییلو بریدونه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42988-د_سوریې_پر_خاوره_د_اسراییلو_بریدونه
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې راپور ورکړی چې اسراییلي رژیم سږ کال په سوریه کې لږ تر لږه شل ځله په مختلفو ځایونو بمباري کړې ده.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 13, 1404 13:08 Asia/Kabul
  • د سوریې پر خاوره د اسراییلو بریدونه

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې راپور ورکړی چې اسراییلي رژیم سږ کال په سوریه کې لږ تر لږه شل ځله په مختلفو ځایونو بمباري کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستۍ قضیه کې، د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ شاوخوا سیمه، چیرې چې محمد الجولاني اوس مهال ژوند کوي، برید شوی.دغه سازمان ویلي چې صهیونیسټي جنګي الوتکو تر اوسه پورې څو پوځي اډې په بشپړه توګه ویجاړې کړې دي، په شمول د الزرع ښارګوټي کې د ټانکونو او زغره والو موټرو موقعیت، د درعا په سیمه کې د المثابین اډه، او د لاذقیه ولایت په جبل الشعره کې د الوتکو ضد سیسټم.دغه سازمان ویلي چې د سوریې د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته، صهیونیستي رژیم لږ تر لږه پنځه سوه ځله پر سوریې برید کړی دی.