د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په پار د یوناما خبرپاڼه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42987-د_مطبوعاتو_د_نړیوالې_ورځې_په_پار_د_یوناما_خبرپاڼه
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا وايي، په افغانستان کې د آزادو او خپلواکو رسنیو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 13, 1404 13:07 Asia/Kabul
  • د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په پار د یوناما خبرپاڼه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا وايي، په افغانستان کې د آزادو او خپلواکو رسنیو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

میرمن اوتنبایوا ، چې په کابل کې د یوناما دفتر مشره ده، د شنبې په ورځ د رسنیو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان رسنیو سره پیوستون څرګند کړ او د آزادو رسنیو د ملاتړ غوښتنه یې وکړه.هغه وويل چې پر رسنيو د حکومت محدوديتونو او اقتصادي ستونزو د افغانانو لاسرسى مهمو معلوماتو ته په جدي توګه ګواښلى دى.دا بیان په داسې حال کې راځي چې سرپرست حکومت په افغانستان کې پر رسنیو هر ډول محدودیتونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې دوی کولی شي د شرعي قوانینو پر بنسټ خپل فعالیتونو ته دوام ورکړي.