له انتونیو ګوتریش سره د سید عباس عراقچي خبرې
ثور 13, 1404 13:06 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د انتونیو ګوتریش سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې ایران به د سوله ییزو موخو لپاره له اټومي انرژۍ څخه ګټه پورته کولو ته دوام ورکړي.
ښاغلي عراقچي دا هم ویلي چې د امریکایانو متضاد چلند په دې برخه کې د ډیپلوماتیکو مشورو په پروسه کې بې باوري رامنځته کوي.د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د ایران اقدامات تل مسؤلانه دي او دا اړینه ده چې امریکایان جدي او ریښتونې اراده وښيي.د ملګرو ملتونو سرمنشي هم د ایران او امریکا ترمنځ په غیر مستقیمو خبرو اترو کې د ایران د چلند او د هغه د روښانه پلانونو ستاینه وکړه، او د دې پروسې د دوام پر اهمیت یې ټینګار وکړ تر هغه چې مطلوب پایلې ته ورسیږي.