د جماعت اسلامي پاکستان د مشر څرګندونې
ثور 13, 1404 13:05 Asia/Kabul
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر وايي چې اسلام آباد په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې له سرپرست حکومت سره په ښه چلند کې پاتې راغلی او اوسنۍ پالیسي د خلکو له خوا نه ملاتړ کیږي.
هغه وويل چې ټول افغان حکومتونه د هند پلوي دي او یوازې سرپرست حکومت پاکستان ته نږدې دي، چې دوی هم د پاکستان د غلطې پالیسۍ پر بنسټ هند ته مخه کړې ده.د جمعيت علمای اسلام پاکستان مشر فضل الرحمن ویلي،چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ لارو بندول د اسلام آباد په زيان دي.هغه وويل چې د پاکستان پوځ بايد دا ومني چې د دوی تر شا کوم قوي ولسي سياسي ځواک نشته.