د سرپرست حکومت لخوا د یوناما راپور ردېلد
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42984-د_سرپرست_حکومت_لخوا_د_یوناما_راپور_ردېلد
د سرپرست حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوناما راپور ناسم بللی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 13, 1404 13:03 Asia/Kabul
  • د سرپرست حکومت لخوا د یوناما راپور ردېلد

د سرپرست حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوناما راپور ناسم بللی دی.

دغه وزارت په افغانستان کې ټول قوانین د شرعي قانون سره سم پلي شوي او د ملګرو ملتونو راپور د اسلامي ارزښتونو خلاف ورزي ده.د وزارت ویاند سیف السلام خیبر وايي، یاد راپور یوازې دا نه چې له واقعیتونو لرې دی. بلکې پر اسلامي ارزښتونو ښکاره تېری دی او زموږ د شریعت سپکاوی دی.هغه روښانه کړه چې په راپور کې د بشري حقونو د سرغړونو هغو قضیو ته اشاره شوې چې د اسلامي معیارونو برخه ده.مخکې له دې، ملګرو ملتونو په یوه راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندیښنې وړ بللی و، چې په کې د ښځو پر زده کړې، کارموندنې او په عامه ځایونو کې د حضور بندیز شامل وو.