په نیواک شویو سیمو کې پراخ اورلګېدنه
د اشغال شوي بیت المقدس په غرنیو سیمو کې پراخې اورلګېدنې صهیونیستي چارواکي دې ته اړ کړل چې له زرو څخه ډیر اوسیدونکي وباسي او نهه ښارګوټي په بشپړه توګه خالي کړي
د اشغال شوي بیت المقدس په لویدیځ کې د اور لګېدو له امله لږ تر لږه اوولس کسان ټپیان شوي دي.د اشغال شوي بیت المقدس شاوخوا یو شمیر صهیونیستي میشت ځایونو کې هم بریښنا پرې شوې ده.صهیونیستي رسنیو راپور ورکړی چې په دې سیمه کې شاوخوا دولس کیلومتره مربع ځنګلونه سوځیدلي دي.خو د اور وژنې کارکوونکي د سختې تودوخې او قوي بادونو له امله د اور په کنټرول کې له جدي ستونزو سره مخ دي. په دې سیمه کې وضعیت غیر معمولي اعلان شوی دی.ویل کیږي چې دا اورونه قصدي وو، او تر اوسه پورې درې کسان په کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.د اسراییلو رژیم له څو هیوادونو څخه هم غوښتي چې د اورونو د کنټرول په هڅو کې مرسته وکړي، چې لا هم خپریږي.