پر لویدیځو هېوادونو د اروپايي چارواکو نیوکې
ثور 10, 1404 13:09 Asia/Kabul
د بلجیم د پارلمان یو مهم غړی پاول مګنیټ پر لویدیځو هیوادونو سختې نیوکې کړې دي او هغوی یې په غزه کې د صهیونیستي رژیم په جنایتونو کې د هغوی لوی ملاتړي بللي دي.
هغه ویلي دي چې صهیونیستان د فلسطین خلک وژني؛ د دوی خپل کورونه ویجاړوي ترڅو په خپله ځمکه کې ژوند ونه کړي، او موږ مجرمینو ته بشپړ ملاتړ چمتو کوو.د پارلمان دغه غړي ویلي دي چې صهیونیستان د خلکو کورونه ویجاړوي، د فلسطین ښوونځي ویجاړوي، او صهیونیست میشتو سیمو ته وسلې ورکوي ترڅو فلسطینیانو له نېږدې پیر وکړي.هغه وویل چې لویدیځ حکومتونه د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ملاتړ کوي پداسې حال کې چې هغه په حقیقت کې په غزه کې جرمونه ترسره کوي.