امریکا ته د یمن خبرداری
ثور 10, 1404 13:07 Asia/Kabul
د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر غړی محمد البخیتي وايي، امریکا او لویدیځ د هیواد پر وړاندې په جګړه کې د اتو ملیونو یمني مباریزیونو سره مخ دي
هغه وويل چې لوېديځ بايد تيری او د غزې محاصره ودروي؛ که نه نو، د یرغلګرو په وړاندې د دوی جګړه به پراخه شي.د یمن دغه سیاسي چارواکي وویل چې د غزې د خلکو د ملاتړ لپاره د دوی ژمنه دوام لري او تر هغه چې په سیمه کې د اسراییلو یرغل پای ته ونه رسیږي؛ د دوی جګړه به د صهیونیسټانو او د هغوی د ملاتړو په وړاندې دوام ولري.