کندهار ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سفر
ثور 10, 1404 13:02 Asia/Kabul
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د زیاتوالي او د سلګونو زرو راستنیدونکو لپاره له سختو شرایطو وروسته؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال سرمنشي ټام فلیچر کندهار ته سفر کړی دی.
په دې غونډه کې د جبري شړلو د بحران په حل او راستنیدونکو ته د بشري مرستو په رسولو تمرکز وشو.ویل کیږي چې ښاغلي فلیچر د کندهار د سرپرست حکومت له والي ملا شیرین سره لیدلي دي.له پاکستان څخه د سلګونو زرو افغان کډوالو ډله ییزه شړنه د خلکو او سرپرست حکومت لپاره د یوې نوې ننګونې په توګه لیدل کیږي.