د پرمختیايي پروژو د بیا پیل غوښتنه
ثور 10, 1404 13:01 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت ریاست الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال عبدالغني برادر ویلي چې ډیری نړیوال شرکتونه چې په افغانستان کې یې د پاکې انرژۍ پروژې بندې کړې دي؛ بیا پیل کړه
هغه وويل چې لسګونه پروژې نيمګړې پاتې دي او نړيوال سازمانونه بايد ژمن وي.ملا برادر د کندهار، هلمند او زابل ولایتونو د برېښنا د پراختیا د دریو لویو پروژو ځنډول شوي فعالیتونه هم پرانیستل.ملا برادر وویل چې د دې پروژو په بشپړیدو سره به د دې ولایتونو ډیری برخه له برېښنا څخه برخمنه شي او د صنعتي سیمو د برېښنا اړتیاوې به هم پوره شي.