د امریکا د تجاوزاتو په اړه د پلټنې کمېټې غوښتنه
ثور 09, 1404 14:18 Asia/Kabul
د اروپا د بشري حقونو څارونکي ویلي، متحده ایالاتو په یمن باندې په خپلو تجاوزاتو کې د نړیوالو قوانینو څخه د یوه لوړ قدرت په توګه عمل کړی او له نړیوالو معیارونو څخه یې سرغړونه کړې ده.
دې ادارې ویلي، نړیوالې ادارې باید د وروستیو امریکايي بریدونو په اړه، چې د سلګونو یمنیانو د وژل کېدو لامل شوي، د پلټنې لپاره یوه خپلواکه کمېټه جوړه کړي.دې ادارې همدارنګه ویلي، د دې بریدونو د ځای او رامنځته شویو تلفاتو په پام کې نیولو سره، دا مسله په یمن کې د جنګي جنایتونو د ترسره کېدو ښودنه کوي.د اروپا د بشري حقونو څارونکي ویلي، امریکايي ځواکونو د ملکي وګړو د ژوند ساتنې لپاره هیڅ ډول اقدام نه دی کړی او د برید ترسره کولو مخکې یې د دې بندر مدیریت، کارکوونکو یا کوم بل اړوند اړخ ته هیڅ معلومات نه دي ورکړي.