د صهیونیسټانو د جنایتونو په اړه د مالیزیا غبرګون
ثور 09, 1404 14:12 Asia/Kabul
په نړیوالې عدلي محکمې کې د مالیزیا استازې ویلي، د صهیونیسټي رژیم موخه له غزې څخه د فراگیرې جګړې پیلول، د فلسطین ټول خلکو بېکوره کول او له منځه وړل دي.
آز الینا عثمان ویلي، دا رژیم یو اشغالګر ځواک دی چې نه د انساني کرامت درناوی کوي او نه نړیوال قوانین مراعاتوي.د مالیزیا استازې زیاته کړې، په تېرو اوونیو کې مو نه یوازې د غزې تړانګې او لوېدیځې غاړې د فلسطینیانو پر وړاندې د جګړې دوام لیدلی، بلکې د صهیونیسټي لوړپوړو چارواکو له خوا جګړهغوښتونکي څرګندونې مو هم اورېدلې دي.میرمن عثمان ویلي، هیڅ شک نشته چې صهیونیسټان د هرې لارې هڅه کوي ترڅو په دې سیمه کې جګړه پراخه کړي.دا په داسې حال کې ده چې پرون صهیونیسټي رژیم په غزه کې د ملګرو ملتونو د ادارې (انروا) فعالیتونه وځنډول او ویې ویل چې دا اداره نور په دې سیمه کې د کار کولو حق نه لري.