د یمن پوځ لخوا د امریکايي جنګي الوتکې نسکورول
ثور 09, 1404 14:11 Asia/Kabul
د یمن انصارالله غورځنګ وايي، یوه پرمختللې امریکايي اېف- اتلس جنګي الوتکه یې ویجاړه کړې ده.
یو امریکايي چارواکي هم منلې چې دا جنګي الوتکه د یمن د پوځ د بریدونو د مخنیوي پر مهال نسکوره شوې ده.د امریکا سمندري ځواک اعلان کړی چې د دې جټ الوتکې د نسکورېدو له امله د دوی یو سمندري افسر ټپي شوی دی.ویل شوي، دا پېښه د هری ترومن سمندري الوتکې وړونکې بېړۍ کې رامنځته شوې ده.دا جنګي بېړۍ د یمن د انصارالله غورځنګ پر وړاندې د امریکايي ځواکونو اصلي سمندري اډه ده او له همدې ځایه پر یمني ولس بریدونه ترسره کېږي.په عین حال کې، امریکايي رسنیو ویلي، متحده ایالاتو تر اوسه په یمن جګړه کې درې میلیارده ډالر لګولي او د دې جنګي الوتکې نسکورېدل دې لګښتونو ته اوه شپيته میلیونه ډالر نور هم ورزیات کړي دي.