د لبنان د حزبالله غورځنګ د عمومي منشي وینا
د لبنان د حزبالله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم وايي، د صهیونیسټي رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په خورا سختو شرایطو کې دی.
ښاغلي قاسم همدارنګه ویلي، پر لبنان باندې د صهیونیسټانو بریدونه د امریکا په ملاتړ ترسره شوي او د لبنان دولت باید د دې رژیم د خاورې څخه د ایستلو لپاره نورې هڅې وکړي.شیخ نعیم قاسم په خپله وینا کې ویلي، موږ درې لومړیتوبونه لرو چې باید پرې تمرکز وکړو او په وینا په دغه لومړیتوبونو کې د صهیونیسټي رژیم د تجاوز مخنیوی، د لبنان له سویل څخه د دوی وتل او د بندیانو خلاصون شامل دي.هغه روښانه کړې چې زموږ په نوم د اوربند هیڅ ډول سرغړونه نه ده ثبت شوې، خو صهیونیسټي رژیم تر اوسه له درې زرو ځلو زیات اوربند مات کړی دی.د حزبالله عمومي منشي ویلي، دې غورځنګ د لبنان په سویل کې د صهیونیسټي رژیم د تجاوزاتو له امله بېکوره شویو کډوالو ته په پناه ورکولو کې خورا مهم رول لوبولی دی.