په بدخشان ولایت کې زلزله
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42904-په_بدخشان_ولایت_کې_زلزله
د سرپرست حکومت چارواکي وایي، ، د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ کې د زلزلې له امله لږ تر لږه درې کسان مړه شوي دي
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 09, 1404 14:04 Asia/Kabul
  • په بدخشان ولایت کې زلزله

د سرپرست حکومت چارواکي وایي، ، د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ کې د زلزلې له امله لږ تر لږه درې کسان مړه شوي دي

د سرپرست حکومت د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس حکمت‌الله محمدي ویلي، دا پېښه د دوشنبې په ورځ د پتاب په کلي کې رامنځته شوې ده.یاوان په بدخشان کې له هغو سیمو څخه ده چې تر ټولو زیاتې طبیعي پېښې لکه د ځمکې ښویېدنې په‌کې رامنځته کیږي.د دې ولسوالۍ د ځینو برخو د داسې پېښو ټپیانو ته مرستې او همکاري رسول خورا ستونزمن کار دی.بدخشان ولایت د افغانستان په ختیځ کې موقعیت لري او د دې هېواد له غرنیو ولایتونو څخه شمېرل کېږي.