په ۱۰ ولایتونو کې د باران ورېدو وړاندوینه
ثور 09, 1404 14:02 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د هوايي چلند او ترانسپورټ وزارت د افغانستان په لسو ولایتونو کې د باران ورېدو او سېلابونو د راتلو احتمال خبر ورکړی دی.
د دې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې په تخار، بغلان، سمنګان، سرپل، بامیان، دایکندي، غور، ننګرهار، لوګر او پکتیا ولایتونو کې د لسو تر پنځه ویشت ملي متره پورې باران ورېدو وړاندوینه شوې ده.همدارنګه ویل شوي چې د سالنګونو د لویو لارو په ګډون د افغانستان په ځینو شمالي، سویلختیځو، لوېدیځو او مرکزي سیمو کې د تېزو بادونو د لګېدو احتمال هم شته.د باد سرعت په بېلابېلو سیمو کې په ساعت کې د پنځوسو څخه تر سل کیلومتره پورې اټکل شوی دی.افغانستان د بارانونو په موسم کې تل له ډېرو ستونزو سره مخ شوی او په داسې حالاتو کې یې ډېر قربانیان او زیانونه لیدلي دي.