په ۱۰ ولایتونو کې د باران ورېدو وړاندوینه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42903-په_۱۰_ولایتونو_کې_د_باران_ورېدو_وړاندوینه
د سرپرست حکومت د هوايي چلند او ترانسپورټ وزارت د افغانستان په لسو ولایتونو کې د باران ورېدو او سېلابونو د راتلو احتمال خبر ورکړی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 09, 1404 14:02 Asia/Kabul
  • په ۱۰ ولایتونو کې د باران ورېدو وړاندوینه

د سرپرست حکومت د هوايي چلند او ترانسپورټ وزارت د افغانستان په لسو ولایتونو کې د باران ورېدو او سېلابونو د راتلو احتمال خبر ورکړی دی.

د دې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې په تخار، بغلان، سمنګان، سرپل، بامیان، دایکندي، غور، ننګرهار، لوګر او پکتیا ولایتونو کې د لسو تر پنځه ویشت ملي ‌متره پورې باران ورېدو وړاندوینه شوې ده.همدارنګه ویل شوي چې د سالنګونو د لویو لارو په ګډون د افغانستان په ځینو شمالي، سویل‌ختیځو، لوېدیځو او مرکزي سیمو کې د تېزو بادونو د لګېدو احتمال هم شته.د باد سرعت په بېلابېلو سیمو کې په ساعت کې د پنځوسو څخه تر سل کیلومتره پورې اټکل شوی دی.افغانستان د بارانونو په موسم کې تل له ډېرو ستونزو سره مخ شوی او په داسې حالاتو کې یې ډېر قربانیان او زیانونه لیدلي دي.