په وزیرستان کې پاکستاني پوځ عملیات
ثور 08, 1404 14:07 Asia/Kabul
په شمال لویدیځ په مرکز واڼه په سیمه کې هم یوې بمي چاودنې شپږ کسان ووژل او شپاړس نور یې ټپیان کړل. په دې برید کې د سیمه ییزې سولې کمیټې غړي په نښه شوي. په همدې سره ؛ د پاکستان پوځ د حسن خیلو په سیمه کې د وسله والو مخالفینو په یوه لویه ډله د برید اعلان کړی، چې لږترلږه څلور پنځوس تنه یې وژلي، او ویلي یې دي چې دا کسان له افغانستان څخه شمالي وزیرستان ته ننوتلي وو.