اذربایجان ته د ایران د ولسمشر سفر
ثور 08, 1404 14:01 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د اذربایجان جمهوریت ته رسمي سفر وکړ
دا سفر د اذربایجان جمهوریت د ولسمشر الهام علی اوف په رسمي بلنه ترسره شو.د دې سفر په لړ کې، ډاکټر مسعود پزشکیان او الهام علی اوف یوه شخصي لیدنه درلوده، چې وروسته د ایران او اذربایجان د لوړ پوړو پلاويو ګډه غونډه وشوه.د دې سفر په جریان کې، د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو ترمنځ د همکارۍ په اړه ګډ سندونه لاسلیک شول.د دواړو لوړ پوړو چارواکو ترمنځ مطبوعاتي کنفرانس هم ترسره شو.په همدې حال، د اذربایجان جمهوریت د ولسمشر سره د دواړو هیوادونو د اقتصادي فعالانو په ګډه غونډه کې وینا او د ایراني اوسیدونکو سره لیدنه د ډاکټر پزشکیان د باکو د سفر نور پروګرامونه دي.