د امیرخان متقي پر سفر د بندیز لرې کول
ثور 08, 1404 14:00 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې ویلي، چې د سرپرست حکومتد بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ته یې د دوحې سفر لپاره د سفر بندیز معافیت تایید کړی
متقي به په افغانستان کې د بشري، سیاسي او امنیتي وضعیت د بیاکتنې لپاره د قطري چارواکو سره د لیدنې لپاره یاد هیواد ته سفر وکړي.امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه معافیت د اپرېل له اووه ویشتمې د راتلونکې مې میاشتې تر څلورمې نېټې د اعتبار وړ دی.قطر د هغو هیوادونو څخه دی چې د افغانستان په اړه د مهمو مسایلو کوربه توب کوي.د دوحې غونډه، چې د پخواني رژیم د نسکوریدو لامل شوه، او همدارنګه د سرپرست حکومت او نورو هیوادونو ترمنځ نورې پرله پسې غونډې، د قطر لخوا کوربه توب شوي پروګرامونو څخه دي.