ایران د هند او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتووالی
په کشمیر کې پر سیلانیانو تر برید وروسته د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتیدو وروسته، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دواړو هیوادونو له صدراعظمانو سره ټلیفوني خبرې اترې کړې او د منځګړیتوب لپاره یې خپل چمتووالی اعلان کړی دی
پزشکیان د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې "ایران چمتو دی چې د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو او د غلط فهمیو د حل کولو کې مرسته وکړي."په دې ټیلیفوني خبرو کې، هغه د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ګډه همکاري یوه حتمي اړتیا وبلله.د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره په ټلیفوني اړیکه کې، پزشکیان هغه هیواد، چې د مهاتما ګاندي او جواهر لال نهرو میراث لري، "د سولې او سوله ییز ګډ ژوند معیار لرونکی" وباله.د ایران ولسمشر په ټیلیفوني خبرو کې زیاته کړه چې موږ باید "د سیمه ییز پیوستون له لارې د ترهګرۍ ریښې له منځه یوسو."په دغه ټیلیفوني خبرو کې، د هند او پاکستان صدراعظمانو د "سولې او امنیت لپاره" د ایران له هڅو ستاینه وکړه.