ایران کې د رجایی بندر د چاودنې د قربانیانو زیاتوالی
ثور 07, 1404 14:34 Asia/Kabul
د ایران د هرمزګان په شهید رجایي بندر کې د پرونۍ چاودنې له امله د مړو شمېر اته ویشت او د ټپیانو شمېر اته سوو ته لوړ شوی دی
د بندر عباس په شهید راجایي بندر کې په پرونۍ شوې لویه چاودنه کې اته ویشت کسان وژل شوي، شپږ تنه ورک او له زرو څخه زیات ټپیان دي، چې تر اوسه یې د پېښې د لامل په اړه کره معلومات نشته.خبري سرچینو دا هم راپور ورکړی چې اور وژونکی ټيم توانیدلي چې اور مهار او مړ کړي.په ورته وخت کې، د ایران ګمرک اعلان کړی چې بندر د زیربناوو له معایناتو وروسته بیا فعالیت پیل کړی دی.د ایران ولسمشر مسعود پیشکشیان ژمنه کړې چې مسلکي کارپوهان د پېښې د لامل د څېړلو او ټپیانو ته د مرستې رسولو لپاره عملا کار وکړي.