د سوریې د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42821-د_سوریې_د_وضعیت_په_اړه_د_ملګرو_ملتونو_اندېښنه
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ګیر پیډرسن وايي چې صهیونیستي رژیم باید د سوریې په وړاندې د خپل تیري لپاره مسؤل وګڼل شي
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 06, 1404 12:22 Asia/Kabul
  • د سوریې د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ګیر پیډرسن وايي چې صهیونیستي رژیم باید د سوریې په وړاندې د خپل تیري لپاره مسؤل وګڼل شي

هغه وویل چې رژیم باید د نولسوه او څلور اویا کال تړون ته غاړه کیږدي او د امنیت شورا څخه یې وغوښتل چې په صهیونیستانو فشار راوړي.ښاغلي پیډرسن د سوریې وضعیت هم ډیر حساس وباله او ویې ویل چې سوریې ته د بشري مرستو کمول د هیواد له اوسنیو ستونزو څخه یوه ده.د سوریې د پخواني حکومت له نسکوریدو او په هیواد کې د موقت حکومت له رامینځته کیدو وروسته، صهیونیستي رژیم د هیواد په بیلابیلو سیمو لسګونه ځله بمباري کړې او د سوریې د خاورې ځینې برخې یې هم نیولي دي.