په صهیونیستي رژيم د یمن توغندیز برید
ثور 06, 1404 12:21 Asia/Kabul
د اسراییلو پوځ نن سهار، د شنبې په ورځ، د یمن د وسله والو ځواکونو لخوا د نیواک شویو سیمو په وړاندې د توغندیو عملیاتو خبر ورکړ.
په ورته وخت کې، په دې سیمو کې د خطر زنګونه هم اورېدل شوي او خلک په ویره کې پناه ځایونو ته تښتېدلي دي.رسنیو تر اوسه د دې برید له امله د اوښتواحتمالي زیانونو په اړه هیڅ معلومات نه دي ترلاسه کړي.په ورته وخت کې، د اسراییلو رژیم دولس تلویزیوني چینل ویلي چې په غزه باندې د رژیم د پوځ د بریدونو له بیا پیل راهیسې، یمن په نیول شویو سیمو باندې شپاړس توغندي بریدونه کړي دي.دې رژیم ته بې شمیره اقتصادي تاوانونه او زیانونه اړولي دي؛ خو تر اوسه پورې د دې عملیاتو د اوښتو زیانونو په اړه هیڅ احصایه نه ده ورکړل شوې.