د ۱۰ پاکستاني پوځیانو وژل کېدل
ثور 06, 1404 12:18 Asia/Kabul
له پاکستان څخه ځينې راپورونه وايي چې په یوه چاودنه کې لس پاکستاني سرتېري وژل شوي دي
د بلوچ آزادۍ پوځ په نوم یوې ډلې په یوه ویډیو کې د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.دا پیښه د بلوچستان ایالت د کویټې په څنډه کې د مارګت په سیمه کې شوې ده.د راپورونو له مخې په برید کې د ریموټ کنټرول سړک بم کارول شوی و.په تیرو دوو کلونو کې، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې امنیتي ناکرارۍ خپل اوج ته رسیدلي، چې زرګونه پاکستاني سرتیري او ملکي وګړي یې وژلي او ټپیان کړي دي.