افغان کډوالو ته د پاکستان وروستۍ نېټه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42816-افغان_کډوالو_ته_د_پاکستان_وروستۍ_نېټه
د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د پي او ار لنډمهاله استوګنې کارتونو لپاره د جون تر پایه پورې ضرب الاجل ورکړی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 06, 1404 12:14 Asia/Kabul
  • افغان کډوالو ته د پاکستان وروستۍ نېټه

د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د پي او ار لنډمهاله استوګنې کارتونو لپاره د جون تر پایه پورې ضرب الاجل ورکړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي چې کارت لرونکي باید په خپله خوښه له هیواده ووځي، که نه نو د جون تر پایه به د دې کډوالو د شړلو لړۍ بیا پیل شي.طلال چوهدري ویلي، افغان کډوال تل زموږ میلمانه وو او په عزت او درناوي سره خپل هیواد ته ستانه کیږي.خو له اوس څخه وروسته، هغه کسان چې غواړي بیا پاکستان ته ننوځي باید قانوني ویزه ترلاسه کړي.له هغه وخت راهیسې چې پاکستان سږ کال د ایستلو لپاره خپل وروستۍ نیټه پیل کړه، نږدې اته سوه او شپېته زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.دې کار ډیری ننګونې رامینځته کړې دي، پشمول د افغان کډوالو لپاره د بشري ملاتړ نشتوالی، او د سرپرست حکومت او نړیوالو سازمانونو د پاکستان لخوا د دې جبري پروسې د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.