ایران ته د اقتصادي پلاوي سفر
ثور 06, 1404 12:06 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د کرنې وزارت یو پلاوی د اکسپو په نړیوال نندارتون کې د ګډون په موخه تهران ته سفر وکړ
د پلاوي مشري د سرپرست حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ مرستیال کوي.پلاوی د ایران د اووم نندارتون نړیوال نندارتون کې ګډون کوي.کرنې وزارت وايي؛ د دې سفر موخه د ایران د کرنیزو او حیواني محصولاتو او نوې صنعتي ټکنالوژۍ څخه لیدنه، له ایران مېشتو افغان سوداګرو سره د نظرونو تبادله او د دوی هڅول چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، د بهرنیو پانګهوالو جلب، د کرنې او مالدارۍ سکتور وده، اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي