د واګه بندر تړلو سره د افغانستان اقتصادي ننګونې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42814-د_واګه_بندر_تړلو_سره_د_افغانستان_اقتصادي_ننګونې
د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پوله ییزو لارو د تړل کېدو سره، د واګه بندر تړل، چې د افغانستان او هند ترمنځ یو له لنډو ټرانزیټي لارو څخه دی؛ دا د افغانستان لپاره یوه نوې اقتصادي ننګونه رامینځته کړې ده.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 06, 1404 12:05 Asia/Kabul
  • د واګه بندر تړلو سره د افغانستان اقتصادي ننګونې

د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پوله ییزو لارو د تړل کېدو سره، د واګه بندر تړل، چې د افغانستان او هند ترمنځ یو له لنډو ټرانزیټي لارو څخه دی؛ دا د افغانستان لپاره یوه نوې اقتصادي ننګونه رامینځته کړې ده.

افغان سوداګرو خبرداری ورکړی چې د وضعیت دوام کولی شي په سیمه کې اقتصادي ستونزې لا پسې زیاتې کړي.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزي ویلي چې هیواد یې د واګه بندر له لارې له هند سره په کال کې تر پنځه سوو ملیون ډالرو پورې سوداګري کوي.هغه وویل چې هند ته د تازه او وچو میوو ټول صادرات بند شوي دي، چې دا د افغانستان او د منځنۍ آسیا هیوادونو لپاره لوی زیان دی چې توکي یې د افغانستان له لارې ټرانزیټ کیږي.