د ایران په رجايي بندر کې چاودنه
ثور 06, 1404 12:02 Asia/Kabul
د ایران د شهید رجایي بندر ته نږدې د چاودنې او اور لګېدو وروسته، د ایران د تیلو د تصفیې او توزیع ملي شرکت ویلي چې چاودنه د دوی د تیلو ټانکونو سره تړاو نلري
شرکت ویلي چې د بندر عباس تاسیساتو عملیات اوس مهال پرته له کوم خنډ څخه دوام لري.همدارنګه، په سیمه کې د ټولو تیلو شرکتونو د ژغورنې او اور وژنې څانګې په خبرداري کې دي.ویل کیږي چې دا پیښه د یو کانټینر د چاودنې له امله رامینځته شوې،چې معلومه نه ده د هغې منځ کې څه وو.سرچینې وايي چې د چاودنې له امله یوه ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.د ایران د بیړنیو چارو ادارې ویاند ویلي چې د چاودنې له امله 280کسان روغتون ته وړل شوي دي. په ورته وخت کې، د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني د هورموزګان ولایت له والي سره په ټیلیفوني اړیکه کې د پیښې د سمدستي څېړنو امر وکړ